IQNA

د مصر ځوان قاري د ریډیوئي اجرا  په هیله(فیلم)

14:00 - March 06, 2024
د خبر لمبر: 3488833
ایکنا-  د ؛صوت الندي ؛ نومې سیالیو دریم مقام ګټونکی  او  داصول دین  دپوهنتون د دریم کال محصیل عمر محمد عبدالحمید البحراوي ، یو هغه نوی قاری دی  چې هیله لري، یوه ورځ د مصر په قرآنی ریډیو کې  د دغه هیواد د غوره استاذانو په څير اجرا وکړي.

ایکنانیوز د یوم السابع له قوله راپور راکړ، د مصر  د اصول دین پوهنتون  ددریم کال محصیل او د صوت الندي سیالیو ددریم مقام ګټونکی ځوان مصری قاري عمر محمد عبدالحمید البحراوي په ټولنیزو چینلونو کې د ډيرو توجه  ځان ته جلب کړې ده .

البحراوي  وائي ، په ۳کلنۍ کې ئې  دقرآن زده کول او حفظ يیل کړی او د ښونځي  په دریم کال کې ئې ټول قرآن حفظ کړ. دهغه پلار  هم د ټول قرآن کریم حافظ ؤ او  د قرآن کریم له تجوید او تلاؤت سره ئې ډیره ګروهنه درلوده او   دهغه د وړتیاؤ له کشفیدا وروسته  ئې دی  وهڅاوه څو د قرآن کریم تلاؤت او حفظ ته دوام ورکړي.

 هغه د خپلې خوښې په قاریانو کې  د عبدالباسط ، منشاوي، مصطفی اسماعیل، الخصري  او همداراز د محمد فتح الله بیبرس ،اسامه الهواري ،شیخ محمد علی حسن او شیخ محمد یحیی الشرقاوي  په څير د استاذانو تلاؤت ډير خوښ کړی او روښانه ئې کړې ده ، چې اوس د قرآني مقاماتو په زده کولو بوخت دی.

البحراوي همداراز د مصر د قرآن په ریډیو کې د شتون لپاره  او په دغې رسانۍ کې تلاؤت او همداراز  په مختلفو هیوادونو کې  هم د پروګرام د اجرا  لپاره هیله ښودلې ده.

په دوام کې  په یوې ویډیو کې ددغه ځوان مصری قاري د تلاؤت یوه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.  

https://iqna.ir/fa/news/4203299

 

captcha